جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له زړورو سره اړیکې پرې کول
بسم الله الرحمن الرحيم
له زړورو سره اړیکې پرې کول

(ژباړه)

خبر:

اسلاماباد: یوه پاکستاني چارواکي وویل؛ هغه پناه غوښتونکي افغانان چې درېیم هېواد ته د تګ په تمه دي، د ویزې له نېټې اضافه وخت تېرولو یا د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو لپاره به تر ۸۰۰ ډالرو زیات جریمه شي. ((voanews.com

تبصره:

پاکستان د ۱۹۷۰ کلونو له وروستیو او ۱۹۸۰ کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی؛ خو اوس ناڅاپه د پاکستان حکومت ۱.۷ میلیونه بې اسنادو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو امر کړی. له دې ډلې ۲۵۰ زره یې د تورخم له لارې وتلي دي. د دغه اقدام لامل د ځانمرګو بریدونو په څېر جرمونو کې د دوی لاس لرل ښودل شوي؛ که څه هم په دې اړه کوم شواهد نه دي وړاندې شوي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ یوه غولوونکې سیاسي اړیکه د ضیاءالحق په دوره کې پیل شوه؛ بیا د هغو افغان مجاهدینو لخوا اړیکه جوړه شوه چې په زړورتیا له پخواني شوروي اتحاد سره وجنګېدل او هغوی یې له افغانستانه وشړل. دغې نهه کلنې (۱۹۸۰-۱۹۸۹) جګړې د کابو یو میلیون ملکي وګړو او شاوخوا یو لک او ۲۵ زرو جنګیالیو ژوند واخیست. دا هغه وخت و چې ډېر افغان کډوال پاکستان ته کډه شول او د پاکستان د خلکو په منځ کې مجاهدین بلل کېدل؛ له بده مرغه اوس دا نوم «ترهګرو» ته اوښتی. د ترهګرۍ دغه ټاپه هغه وخت پرې ووهل شوه چې همدغو طالبانو د امریکايي اشغال پر وړاندې جګړه پیل کړه. دلته باید پر دې پوه شو چې دا مرګ ژوبله او بې ځایه کیدل د افغانانو د کمزورۍ له امله نه؛ بلکې د کورني دښمن د لاسوهنې او دوکې له امله و. لاندې بېلګه پر دې په پوهېدو کې مرسته راسره کولی شي چې کله مسلمانان د الله سبحانه و تعالی په اطاعت کې سره یو موټی وي، څومره ځواکمن وي!

د ۱۸۴۵م کال افغان جګړه کې پیاوړی ۱۶ کسیزه بریتانوي پوځ د زړورو افغانانو په لاس له بشپړې تباهۍ سره مخ شو؛ یوازې یو ډاکټر ژوندی ترې پاتې و. دا یې هم ځکه ژوندی پرېښود چې خپلو مشرانو ته د وژنو او تباهۍ کیسې وکړي او همداسې يې وکړل. په افغانستان کې د بریتانیا راج دا درس زده کړ چې «بیا به هېڅکله دا ډول هڅه ونه کړو».

دا مقاومت هغه وخت وشو چې په ټوله نړۍ کې اسلامي امت د استعمار له منګولو د تېښتې هڅه کوله. دوی په ملي دولتونو نه وو ویشل شوي او دښمن یې هم شریک و. اوس د هر اسلامي هیواد، چې مستعمره و او اوس ملي دولت دی، وضعیت د یوسف علیه السلام پشان دی. هغه وخت چې د یوسف علیه السلام وروڼو هغه څاه ته وغورځاوه. په دې کې د ټولو هغو مسلمانانو لپاره درس او عبرت دی چې په یو نه یو ډول ځورېږي. دا د صبر، استقامت او پر الله سبحانه و تعالی د توکل درس دی.

 فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُواْ أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيْبَتِ الْجُبْ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّنَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ [یوسف:۱۵]

ژباړه: «کله یې چې هغه یووړ او پریکړه يې وکړه چې د څاه ژورو ته یې وغورځوي (او همداسې يې وکړل) نو موږ هغه ته وحی وکړه، چې یو وخت به راشي چې ته به دوی ته دغه کار وریاد کړې، دوی د خپل کار له پایلو ناخبره دي».

اسلامي امت باید پر دې پوه شي چې یوازې د الله سبحانه وتعالی رښتینی اطاعت يې له هغې تورې کندې راوباسي چې پکې غورځول شوی دی. د توکم له مخې له خپل مسلمان وروره کرکه او له ځانه شړل او په ناوړه نومونو د هغه یادول به د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس نور هم وځنډوي. همدا افغانان د اسلامي امت لپاره پر یوه ځواک بدلېدی شي چې د هغه دښمن پر وړاندې یې دفاع وکړي چې دغه امت یې په خپلمنځي جګړه کې ښکېل کړی.

وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ [البقره:۲]

ژباړه: «په صبر او لمانځه د الله سبحانه و تعالی مرسته وغواړئ، په دې کې شک نشته چې لمونځ یو ډېر سخت کار دی خو خشي لرونکو ته اسانه دی.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

اخلاق جهان

۱۴۴۵ هـ.ق، د جمادي الاول ۱۴مه

۲۰۲۳م، د نومبر ۲۸مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې